کندز ولایت کې د خان آباد سربند د دروازو ، د قرغز د کلي پلچک او د خان آباد کیڼ کانال پروژو د بیارغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

mew-admin
Mon, Oct 24 2022 12:15 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی او ورسره مل ټیم د کندز ولایت په خان آباد ولسوالي کې د خان آباد سربند د دروازو، د قرغز دکلي پلچک او د خان آباد کیڼ کانال پروژو د بیارغونې د چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

د یاد پروژو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د یادو پروژو څخه د څارنې پر مهال د پروژو پر کیفیت باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د خان آباد ولسوالي د اوبو تنظیم د ساحوي مدیریت څخه هم لیدنه وکړه او د کارمندانو ستونزې یې واورېدي او د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار یې لازم هدایات ورکړل.

User account menu