پکتیکا ولایت کې د اوبو ذخیروي بندونو، چکډمونو، استنادي دیوالونو، سربندونو، کانالونو او کاریزونو سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Oct 26 2022 10:38 AM
1

د ګوملې فرعي سیندیزې حوزې مسؤلینو د پکتیکا ولایت په ګوملې ولسوالي کې د ۷ چکډمونو ، اوبو ذخیروي بندونو، ۳۰ سربندونو ،کانالونو ، ۴ استنادي دیوالونو او د ۳ کاریزونو سروې ترسره کړه.

همدارنګه د یادې فرعي سیندیزې حوزې مسؤلینو په پکتیکا ولایت کې د لوی او کوچني ګومل سیندونو د اوبو جریان هم معلوم کړ.

د یادولو وړ ده، چې د یادو سیندونو د اوبو په کنترلولو او د یادو ذخیروي بندونو، چکډمونو، استنادي دیوالونو، سربندونو او کاریزونو په جوړېدو سره به د پکتیکا ولایت د اوبو ډېره برخه تر مدیریت لاندې راشي او ګاونډې هېواد ته به د میلیاردونو متر مکعب اوبو  له تلو څخه مخنیوی وشي.

User account menu