د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د تازه یې درې له ساحې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Thu, Oct 27 2022 10:12 AM
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال د کابل ولایت د موسمي او سیلابي اوبو د کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیوي پروژو د ټاکلو او پلان جوړونې په موخه د دیارلسمې ناحیې د تازه یي درې له ساحې څخه لیدنه تر سره کړه.

په یاده لیدنه کې چې تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله د کابل په جنوب کې د قرغ غر اوبخوړونه او د پروژو ډولونه په نښه شول،چې په نږدې ورځو کې به یې د سروې او ډیزاین چارې پیل شي.

User account menu