د خوست سیندیزې حوزې رئيس د آی آر سي موسسې له ولایتي مسؤل سره د همغږي ناسته ترسره کړه

mew-admin
Thu, Oct 27 2022 2:07 PM
1

د خوست سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي انجنیر زین الله د آی آر سي موسسې له ولایتي مسؤل سره په یاد ولایت کې د کانالونو د پاکاري پروژو د پلي کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره کړه.

د یادې موسسې ولایتي مسؤل د خوست سیندیزې حوزې رئيس ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په یاد ولایت کې د ۲۱ کانالونو د پاکاري چارې عملا پیل شي.

User account menu