د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل

mew-admin
Sat, Nov 05 2022 2:30 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلی مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د لورې بند د موقعیت په اړه یې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې د اوبو معین د یادې ولسوالي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د لورې بند موقعیت د هر اړخیزې مطالعي پر بنسټ او له تخنیکي پلوه غوره موقعیت ورته ټاکل شوی دی.

همدارنګه، د اوبو معین په یاده لیدنه کې د دي پروژې ارزښت ته په اشارې سره د د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د خلکو د همکاری غوښتنه وکړه.

User account menu