لغمان ولایت کې د ماڼو، آخندزاده ګانو او بره کلا کاريزونو پروژو څخه څارنه وشوه

د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ اړوند د ماڼو، آخندزاده ګانو او بره کلا کاريزونو پروژو د روانو چارو څخه د یاد ولایت د فرعي سیندیزي حوزي له لوري څارنه وشوه.
د یادولو وړ ده چي په یادو پروژو کې د کاريزونو پاکاري او د کاريزونو د ويالیو کندن کاري شاملي دې.
همدارنګه، د یادو پروژو انجنیرانو ته د چارو د ښه ترسره کولو په موخه د اړتیا وړ لارښووني وشوې.