په لوګر ولایت کې د 20 کیلو ولټ او د 0/4 کیلو ولټ انتقالي لینونو سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د انجنیري خدمتونو مشورتي(واپیکا) ریاست تخنیکي ټیم انجنیرانو له خوا د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي اړوند سیمو کې د 20 کیلو ولټ او د 0/4 کیلو ولټ انتقالي لینونو سروې ترسره شوه.
د یادې سروې څخه موخه د سب اسټیشن لپاره د مناسب ځای ټاکل، د 20کیلو ولټ او 0/4 کیلو ولټ انتقالي لینونو لپاره د جي پي اس په واسطه مناسب لوري ټاکل او د ساحې توپوګرافي وه.