د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د برکي برک او خوښۍ ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره وکتل

mew-admin
Mon, Nov 07 2022 4:00 PM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي حاجي عمراخان صدیقي د یاد ولایت د برکي برک ولسوالي اړوند د جابرکلا او ټنډانو او د خوښۍ ولسوالي اړوند د دوبندي قومي مشرانو سره وکتل.

د یادو ولسوالیو قومي مشرانو د اوبو په برخه کې خپلې ستونزې او د استنادي دیوالونو د جوړولو غوښتنې له ښاغلي صدیقي سره شریکې کړي.

ښاغلي صدیقي له یادو قومي مشرانو سره د دوی ستونزو د هوارولو او غوښتنو ته د رسیدګي لپاره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu