د اوبو معینیت په تخنیکي ناسته کې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت د څېړنې پرزينټیشن وړاندې شو

د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د یاد معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست مسؤلینو په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت د څېړنې راپور د یوه پرزینتیشن په ترڅ کې په بشپړه توګه وړاندې کړ.
د یاد پرزینټیشن تر څېړلو وروسته، د ناستې غړو د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت، د خنډونو د څېړلو، او د هغې د ښه مدیریت لپاره د شونو لارو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
د اوبو ښاغلي معین د ناستې په پای کې، اړوند رئيسانو ته په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د غوره مدیریت په پار لازم هدایات ورکړل.