په ارزګان ولایت کې د ګبینونو دېوال د پروژې چارې پرانیستل شوې

mew-admin
Sat, Nov 19 2022 11:20 AM
1

د ارزګان ولایت اړوند مرکز ترینکوټ او په چوره ولسوالي کې د ګبینونو دېوال د پروژې چارې د ترینکوټ فرعي سیندیزې حوزې رئېس الحاج مولوی وکیل احمد نقی، د اقتصاد ریاست رئېس او د ADA موسسي ولایتي مسئول په شتون کې پرانیستل شوې.

یاده پروژه د ۴۹۲ متره په اوږدوالې سره د مرکز ترینکوټ په شپږو ساحو او د ۴۸۰ متره په اوږدوالې سره د چوره ولسوالي په شپږو ساحو کې ترسره کیږي چې ۲۶۴ ماهر او غیر ماهر کاریګرو ته د کار زمینه چمتو کېږي.

User account menu