نورستان ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژو لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
Sun, Nov 20 2022 11:44 AM
1

د ختیځ زون د انرژي د تنظیم آمریت مسؤلینو د نورستان ولایت د مرکز اړوند په مدینې، پشکي، ماندي او کانتیوا سیمو کې د لمریزې برېښنا پروژو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

همدارنګه د نورستان والي تر رهبري لاندې د نورستان سیندیزې فرعي حوزې، کلیو پراختیا، اقتصاد، چاپېریال ساتنې ریاستونو د استازو ، د برېښنا آمریت او د ولایت د استازو په ګډون یوه ګډه کمېټه رامنځته شوه، ترڅو د یادو پروژو د غوره پرمخ وړلو څخه څارنه وکړي.

User account menu