د پروژو د تخنیکي موضوعاتو د څېړلو په هکله د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکی مسؤلینو په ګډون د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو لکه د آمو څنډو د تحکیماتو د طرحې د څېړنې، د حوزوي کارمندانو د وړتیا لوړولو لپاره د ترینینګونو د ترتیبولو او همدارنګه د ویجاړشویو چکډمونو د تسلیمي موضوع د وروستي کولو په هکله د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.
د ناستې په پای کې د اوبو ښاغلي معین د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.
