په ارزګان ولایت کې د یک لینګې کانال د سربند د بیارغوني چارې پیل شوې

mew-admin
Tue, Jan 03 2023 9:55 AM
1

د ارزګان ولایت مرکز اړوند په یک لینګه سیمه کې د یک لینګې کانال د سربند د بیارغوني پروژې چارې د ترینکوت سیندیزې فرعې حوزې سرپرست انجنیر سمیع الله حقمل، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست رئیس الحاج مولوي کریم الله فقیر ، د اقتصاد رئیس مولوي مولاداد حسن او د FAO موسسي مسئول انجنیر ګل احمد په شتون کې پیل شوې.

یاده پروژه د FAO موسسي په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارني لاندې ترسره کېږي.

User account menu