په لغمان ولایت کې د شمنګل کانال لومړنۍ او تخنیکي سروې ترسره شوه
د لغمان ولايت مرکز اړوند د شمنګل کانال لومړنۍ او تخنيکي سروې د لغمان سينديزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي په مشري د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له لورې ترسره شوه.
ياد کانال شاوخوا 5 کیلومتره اوږدوالی لري چې د 2000 جريبه کرنیزې ځمکې د خړوبوولو وړتیا لري.
