د تالقان سیندیزې حوزې د مسؤلینو او میربانو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
Wed, Feb 22 2023 4:06 PM
۱

 

یاده ناسته د تالقان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولانا صبغت الله قانع په شتون کې د یادې حوزې د مسؤلینو او میرابانو ترمنځ په بهارک ولسوالي د شاه روان عمومي کانال د اوبو د غوره مدیریت په هکله ترسره شو.

په دې ناسته کې، ښاغلي قانع د اوبو د اهمیت، د شاه روان د اوبو عمومي کانال او د اوبو د مدیرانو ترمنځ د غوره همغږي په هکله خبرې وکړې.

همدارنګه په یاده ناسته کې د میرابانو د دندو او مسؤلیتونو په هکله پرزینټیشن هم وړاندې شو.

User account menu