د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” د سرپل له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه، په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سعدالدین سلیمي یې ملتیا کوله.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل سیندیزې فرعي حوزې له رئیس قاري روح الله نظامي، تخنیکي مشاور انجنیر نصرالله او د ریاست له کارمندانو او مسؤولینو سره هم ولیدل، او هغوي د وزیر صاحب له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.
همدارنګه وزیر صاحب د سرپل سیندیزې فرعي حوزې د ریاست د مسؤولینو غوښتنې، مشکلات او پېشنهادات واورېدل، او هغوي ته ېې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هوارولو ډاډ ورکړ.
په ورته مهال ، وزیر صاحب د سرپل سیندیزې فرعي حوزې ریاست کارمندانو او مسؤولینو ته د مراجعینو سره په نیک اسلامي اخلاقو د رويې، د اداري فساد څخه د ځان ساتلو، د بیت المال سره احتیاط او د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مربوط ټولو کارونو کې د خنډ او ځنډ پرته د ترسره کولو په أړه اړینې سپارښتنې وکړې.