پکتیکا ولایت کې د څو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالي کې د ټرینچونو، ټولنیزو جوړښتونو، حوضونو، کانالونو او کوچنیو چکډمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړین هدایات ورکړل.
د دغه پروژو چارې چې د ناروي موسسې په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي، پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د اوبو په برخه کې د سیمې د خلکو ډيرې ستونزې هوارې شي.