بلخ ولایت کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Mon, Dec 04 2023 4:16 PM
1

د سیندیزو غاړو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي او ورسره مل د شورتپې ولسوال د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي په شیخ کلي کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د دغې پروژې د چارو په هکله اړینې سپارښتنې او هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه ځمکه او په لسګونو ټولګټې ودانۍ او استوګنیز کورونه د آمو سیند د سیلاب له ګواښ څخه خوندي شي او د تېر کال د پروژې په پلي کېدو سره سلګونه جریبه ځمکه د سیند له بستر څخه بهر  او په کرنیزې ځمکې باندې اوښتي دي.

User account menu