په پکتیکا ولایت کې د تودې چینې چکډم د جوړولو چارې 95 سلنه بشپړې شوې دي
د پکتیکا ولایت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په مټاخان ولسوالي کې د تودې چینې چکډم د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
د نوموړي چکډم چارې 95 سلنه بشپړې شوې دي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.