کاپیسا ولایت کې د دوو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټيم د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په همغږي سره د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالي کې د افغانیه درې د صاحب زاده ګانو په سیمه کې د سیند د څنډو د استنادي دېوال د تحکیم او د غین درې د ذخیروي بند تخنیکي سروې ترسره کړه.
د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به ۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د سیلاب له ګواښ څخه خوندي او ۵۵۰۰ کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.