د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یوه هندي شرکت له رئيس او د ګرین سټيټ پاور شرکت له  ټیم لېډر سره د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن د تسلیمولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Sun, Sep 01 2024 2:51 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې د Good rich logistic هندي شرکت له رئیس ښاغلي شوراب شرما او د ګرین سټیټ پاور شرکت له ټیم لېډر محترم انجنیر ګل اکبر صافي سره وکتل او د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټيشن د تسلیمولو او د ټرانسفرمرونو د لېږد د څرنګوالي په هکله بحث او اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو شرکتونو له مسؤلینو سره د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټيشن د تسلیمولو او د ټرانسفرمرونو د لېږد په هکله د اړینو خبرو، اترو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته په دې هکله اړینې لارښوونې وکړې، ترڅو د نوموړي سب سټيشن د تسلیمولو او د ټرانسفرمرونو د لېږد  د څرنګوالي په تړاو اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

User account menu