د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالي په کوسین سيمه کې د تورکاڼي ذخیروي بند تخنیکي سروې ترسره شوه
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالي په کوسین سيمه کې د تورکاڼي ذخیروي بند د ساحې توپوګرافي، هایدرولوژيکي، جیولوژیکي او د ټولنیزو ارقامو د راټولولو سروې ترسره کړه.
نوموړی بند د سېلابونو د کنټرول او د هغه خطرونو د کموالي او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړېږي، چې په جوړېدلو سره به یې شاوخوا ۵۰۰۰۰ جریبه زراعتي ځمکه خړوبه شي.