د انرژي معینیت اونېزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د انرژي معینیت د غونډو د سرپرست او د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، اړوندو مسؤلینو ته د انرژي معینیت د غونډو د سرپرست له لوري د چارو د انسجام او لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې سپارښتنې وشوې
همدارنګه، په دغه ناسته کې د انرژي معینیت د غونډو سرپرست له ټولو رئيسانو څخه و غوښتل چې په راتلونکو ناستو کې دې د خپلو کړنو راپور په لنډه توګه وړاندې کړي.