د هلمند ولايت د کجکي بند څخه د ساتنې او پاملرنې په موخه نظارت تر سره شو

MEW-Media
Sat, Nov 02 2024 11:57 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انجنيري چوپړتياوو عمومي رياست اړوند د اوبو تاسيساتو او شبکو د ساتنې، پاملرنې او ګټې اخیستنې رياست تخنیکي ټيم هلمند ولايت ته د سفر په ترڅ کې د کجکي بند د بيارغونې پروژې د تر سره شوو چارو وضعيت د هغه د ساتنې او پاملرنې په موخه نظارت تر سره کړ.

د يادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت دخپل وظيفوي مسؤليت سره سم د شته تاسيساتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، چې پدې لړ کې دتېرو ناخوالو له امله ډېری زيانمن شوي تاسيسات بېرته رغول شوي دي او په نورو ېې کارونه جريان لري.

User account menu