په کابل سیندیزه عمومي حوزه کې د سیول 3D او جي آی اس برنامو څخه په ګټې اخیستنې سره د چکډمونو او اوبولګولو کانالونو د ډیزاین ښوونیزه برنامه پيل شوه
د مخکنیو ښوونیزو برنامو په لړ کې دغه برنامه هم د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري د کابل عمومي سیندیزې حوزې او د هغې تر چتر لاندې فرعي سیندیزو حوزو د انجنیرانو د تخنیکي پوهاوي او وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوه، چې پکې د بېلابېلو حوزو څه باندې ۵۰ تنه انجیرانو ګډون کړی وو.
محترم انجنیر محمد عارف مومند د دغې ښوونیزې برنامې په پیل غونډه کې د هغې ارزښت ته اشاره وکړه او له انجنیرانو څخه وغوښتل چې د اړینو زده کړو د تر لاسه کولو او د هغه د عملي کولو په برخه کې دې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.
د یادونې وړده، چې په دغه ښوونیزه برنامه کې د مسلکي او د دې برخې د متخصصو انجنیرانو له لوري د D 3 او جي آی اس برنامو څخه په ګټې اخیستنې سره د چکډمونو او د اوبولګولو کانالونو د ډیزاین په هکله ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې کېږي.