د سیاه سنګ – پوزه لیچ عمومي کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې غونډه د غور ولایت د اوبو او انرژي په ریاست کې ترسره شوه

دغه غونډه د غور ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د سیاه سنګ- پوزه لیچ عمومي کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې د رئيسانو او د دغه ریاست د تخنیکي سلاکار او د اوبو تنظیم د آمر په ګډون ترسره شوه.
ښاغلي اماني په دغه غونډه کې د انسانانو په ژوند کې د اوبو د ارزښت، د اوبو د ګټې اخیستونکو له لوري د نوموړي کانال د اوبو مدیریت د څرنګوالي او له اوبو څخه د معقولې ګټې اخیستنې په هکله خبرې وکړې.
همدارنګه، په دغه ناسته کې د پوزه لیچ- سیاه سنګ عمومي کانال د پاکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او پرېکړه وشوه، چې د نوموړي کانال پاکاري له سبا پیل شي.