د ارزګان ولایت د آغاجان ذخیروي بند د امکان سنجي تخنیکي چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي خلیل الرحمن عمري په مشري د اوبو او انرژي وزارت او د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د آغا جان ذخیروي بند د امکان سنجي تخنیکي چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عمري د نوموړي بند د چارو د غوره ترسره کولو په موخه انجنیرانو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د یادولو وړ ده، چې د آغاجان ذخیروي بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده چې چارې یې د ملي پراختیا شرکت په واسطه پرمخ وړل کېږي او ډېر ژر به یې لومړنۍ چارې بشپړې شي.