د  اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ازبکستان هېواد د اوبو له وزیر سره وکتل

mew-admin
Wed, May 14 2025 1:39 PM
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په بهیر کې د دغه هېواد د اوبو له وزیر محترم شوکت خمرایف سره وکتل او  د آمو سیند څنډو د ټینګښت او د اوبو د مدیریت په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د طبیعي سرچینو د ګډې کارونې او د ساحوي همغږي په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، په دغه لیدنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د اوبو په برخه کې به خپلو تخنیکي ټیمونو ته د همکاري زمینه چمتو کړي؛ ترڅو دواړه هېوادونه د اوبو له زېرمو څخه سمه او اغېزمنه ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژي له وزیر سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو باندې یې خبرې او د اندونو تبادله وکړه.

User account menu