لغمان ولایت کې د عزیز خان کڅ استنادي دېوال لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

د لغمان د اوبو او انرژي د رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي په مشري یو تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د عزیز خان کڅ استنادي دېوال لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړه.
نوموړی دېوال ۶۰۰ متره اوږدوالی لري او په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، ۲۰۰ کورونه، پنځه جوماتونه، څلور ښوونځي او دوه روغتیایي مرکزونه به د سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.