پنجشیر ولایت کې د یوه کانال د ټینګښت او لایننګ پروژه د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالي د بالاده کانال د ټینګښت او لایننګ پروژه د ۲ میلیونه، ۸۵۲ زره او ۳۰۵ افغانیو په لګښت د پنجشیر د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي فضل الله عادل، یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د پنجشیر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، او د چارو په بشپړېدو سره یې لسګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي.