پکتیکا ولایت کې د اتو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

MEW-Media
Wed, Aug 13 2025 2:06 PM
1

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او خوشامند ولسوالیو کې د اتو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارې د ۴ میلیونه، ۸۱۸ زره او ۲۴۴ افغانیو په لګښت پيل شوې.

د نوموړو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د کاریزونو په اوبو کې د پام وړ زیاتوالی راشي او د اوبو په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

د دغو پروژو چارې د یونیسکو بنسټ په مالي لګښت د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu