د فاریاب ولایت د یو شمېر اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
Sun, Aug 24 2025 1:36 PM
1

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د هغه ولایت د ګرزیوان ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو او د خواجه غار بند د جوړولو پر سر د هغوی ترمنځ د را ولاړې شوې شخړې د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د هغوی د ستونزو او د نوموړي بند د جوړولو پر سر د را ولاړې شوې شخړې د هوارولو په هکله د بحث او اندونو تر تبادلې وروسته، هوکړه وشوه چې په نږدې راتلونکې کې  د نوموړي بند لومړنۍ سروې د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست له لوري پیل شي.

User account menu