د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس او د عامې روغتیا رئيس کنړ ولایت د زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه هغه ولایت ته سفر وکړ

MEW-Media
Wed, Sep 03 2025 5:14 PM
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشیدي او د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سمېع الله عابد د کنړ ولایت د زلزله ځپلو لپاره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۸۰ کارتنو اړینو درملو چې د خصوصي سکټور لهٔ خوا مرسته شوې وه، د رسولو په موخه هغه ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي راشیدي له افغان ولس څخه غوښتنه وکړه تر څو د کنړ ولایت زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسیدګي په موخه په پوره توګه همکاري وکړي. هغه زیاته کړه چې دا زموږ مسؤولیت او د ایماني رسالت یوه برخه ده چې له هر افغان سره مرسته وکړو.

User account menu