حقوقی رئيس او ور سره مل پلاوي د پروان له والي او د پروان د اوبو او انرژي له رئيس سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د برېښنایي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست اړوند حقوقي رئيس محترم خلیل الرحمن فاروق او ورسره مل پلاوي د پروان د اوبو او انرژی رئيس محترم مولوي عبدالشکور په ملتیا د پروان له والي، مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل.
د دغې ناستې پر مهال د برېښنا د خدمتونو د ښه تنظیم، د هغو شرکتونو د پېژندنې او څارنې چې له جواز پرته فعالیت کوي، د فعالیتونو د قانوني کولو پروسې او اړینو اسنادو د سپارلو ، د تخنیکي خوندیتوب د مراعاتولو او د انرژي په سکتور کې د متشبثینو د هڅونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
همدارنګه، نوموړي پلاوي د پروان له والي څخه وغوښتل چې دا موضوع دې د ولایت په رسمي اداري غونډو کې هم مطرح کړي، ترڅو اړوندو ادارو ته ورسول شي.
په ورته مهال، د پروان والي د نوموړي پلاوي د وړاندیزونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه او کوښښ ونهسپموي.
د پروان والي او اړونده مسؤلینو د برېښنا سکتور ستونزې هم بیان کړې او زیاته یې کړه چې د پروان ولایت د بادي، اوبیزې او لمریزې برېښنا په برخه کې د پانګونې پراخ فرصتونه لري.
د دې سفر موخه د هغو شرکتونو د څارنې او پېژندنې ترڅنګ د هغوی د فعالیتونو د قانوني کولو لپاره د آسانتیاوو برابرول وو.