غور ولایت کې د زیرتنګي تربولاق چکډم د جوړولو چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Thu, Sep 11 2025 9:17 AM
1

د غور ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم الحاج ملا رحمت الله آماني د تخنیکي ټیم په ملتیا سره د غور ولایت په دولینې ولسوالي کې د زېرتنګي تربولاق چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې له تخنیکي معیارونو سره سم د چارو د ترسراوي په هکله اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د دغې پروژې د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي چې اوس مهال یې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu