پروان ولایت کې د اوبو د مدیریت په هکله د همغږي او مشورتي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د پروان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري تر مشري لاندې د هغه ریاست د مسؤلینو، د اوبو ټولنو د غړو او د پروان ولایت او د کابل ولایت د قره باغ او کلکان ولسوالیو د قومي مشرانو په شتون کې د هغه ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د پروان د اوبو او انرژي رئيس په دغه ناسته کې د اوبو د مدیریت په برخه کې په روان کال کې د هغه ریاست له لوري د ترسره شوو فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، د نوموړي ریاست تخنیکي سلاکار په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو او تاسیساتو د ننګونو، ستونزو او د اوبو مدیریت د پلان په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې د ګډونوالو د اندونو، وړاندیزونو او مشورو د شریکولو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، په دغه ناسته کې د اوبو د غوره مدیریت په هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.
