د اوبو او انرژي وزارت پلاوی د "برېښنا صنعت" تر سرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته په سفر ولاړ
د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي بسم الله حیدري، د انرژي معینیت د دفتر آمر شامل دي، ایران هېواد ته د "برېښنا صنعت" ترسر لیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه په سفر ولاړ.
ټاکل شوې ده، چې نوموړی نندارتون د ایران په پلازمینه، تهران کې د روان لمریز کال د لړم میاشتې له ۱۹ – ۲۴ پورې دایر شي.
