د کنړ د اوبو او انرژي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل

MEW-Media
Tue, Nov 18 2025 12:10 PM
۱

د کنړ د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل او وروسته یې نوموړي ټیم ته د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ لمریز کال په بهیر کې د دغه ریاست له لوري د ترسره شوو پروژو او فعالیتونو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

ټاکل شوې ده، چې د کورنۍ پلټنې ریاست تخنیکي ټیم د نوموړي ریاست پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیسي.

User account menu