خوست ولایت کې د شمل پيرانو سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پيرانو ویلګي سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت د ۲۲۹ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د خوست د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
