د لوګر ولایت د آبپران ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوه
د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د آبپران په سیمه کې د آبپران ذخیروي بند لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي او کرنیزه سروې ترسره کړه.
د نوموړي ذخیروي بند د سروې پر مهال چې د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده هم شتون در لود، د دغه بند په هکله يې له قومي مشرانو سره خبرې، اترې وکړې او زیاته یې کړه، چې د آبپران بند په جوړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د نوموړې سیمې ډېرو اوسېدونکو ته به د برېښنا رسولو زمینه هم چمتو شي.
همدانګه، د نوموړې سیمې قومي مشرانو او مخورو د اوبو او انرژي وزارت او په ځانګړې توګه د لوګر د اوبو او انرژي ریاست کړنې وستایلې او د نوموړې پروژې د پلي کولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
