د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او مراقبت پروژې څارنه او ارزونه ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکی ټیم د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او مراقبت پروژه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیوله او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم په تېرو څو ورځو کې د اوبو او انرژي څو ریاستونو او د شمال عمومي حوزوي ریاست پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیولې او دغه بهیر به دوام ومومي.
