لوګر ولایت کې د یوه سربند د ساتنې او مراقبت پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت په برکي برک ولسوالي کې د یحییخېلو سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې چې د یو، این، ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۹۸ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
