کندهار ولایت کې د دوو چکډمونو پروژو څارنه او ارزونه ترسره شوه  

MEW-Media
Wed, Nov 26 2025 9:25 AM
1

 د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکی ټیم د کندهار ولایت په تخته پل او ارغستان ولسوالیو کې د دوو چکډمونو پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیولې او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم په تېرو څو ورځو کې د اوبو او انرژي څو ریاستونو او د شمال عمومي حوزوي ریاست پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیولې او دغه بهیر به دوام ومومي.

 

User account menu