د باغدرې اوبیزې برېښنا بند د امکان سنجي او چاپیریالي مطالعاتو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي

mew-admin
Sun, Nov 30 2025 10:37 AM
1

د پروان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري او د هغه ریاست سلاکار د باغدرې اوبیزې برېښنا بند د امکان سنجي او چاپيریالي مطالعاتو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې او د کوه صافي ولسوالي د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

په ورته مهال، ښاغلي سروري د نوموړي بند د پلي‌کوونکو شرکتونو سیمه‌ایزې ستونزې او ننګونې واورېدې او هغوی ته یې د همکاري ډاډ ورکړ.

د نوموړي بند د امکان سنجي او چاپيریالي مطالعاتو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او تر هغې وروسته به د بند جوړېدو عملي چارې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د باغدرې اوبیزې برېښنا بند پروژه د هېواد یو له بنسټیزو او زیربنایي پروژو څخه ده، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د اقتصادي ودې، برېښنا چمتوکولو او د پروان، کاپیسا او کابل ولایتونو د اوسېدونکو لپاره د څښاک او کرنیزو اوبو د چمتوکولو په برخه کې اغېزناکه رول ولوبوي.

User account menu