د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالی اړوند د شفلوغ بند ساختمانی چارو له بهیر څخه لیدنه وشوه.

mew-admin
Mon, Dec 01 2025 11:40 AM
1

 

د ارزګان د اوبو او انرژی ریاست رئیس مولوی خلیل الرحمن عمری او ورسره مل تخنیکی پلاوي د یاد بند د رغنیزو چارو له بهیر څخه له نږدی لیدنه ترسره کړه

د یاد بند رغنیزی چاري د ارزګان ولایت د اوبو او انرژی ریاست په پراختیایی بودیجه او د ملی پراختیا شرکت لخوا د تړون په اساس پرمخ وړل کیږی، د یاد بند رغنیزی چاري کابو  10% بشپړې شوې دي.

مولوی خلیل الرحمن عمری صاحب ساحوی ستونزی واوریدې او د حل ژمنه یې وکړه او ساحوی انجنیرانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د ارزګان د اوبو او انرژي رئیس او مل پلاوي  د آغاجان بند له ساختماني چارو څخه هم لیدنه وکړه او اړوند مسولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

User account menu