د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس د اوبو او انرژي وزارت له پلاوي او د عزیزي انرژي شرکت له کاري ټیم سره وکتل

mew-admin
Mon, Jan 05 2026 1:34 PM
1

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د اوبو او انرژي وزارت له پلاوي او د عزیزي انرژي شرکت له کاري ټیم سره په هرات ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید لپاره د مناسبو سیمو د تثبیت په موخه وکتل او په دې هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي مستوفي آغا په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت پلاوي او د عزیزي انرژي شرکت کاري ټیم ته په نوموړې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه ورکړه.

User account menu