هرات ولایت کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د نوموړو ریاستونو ګډ تخنیکي ټیمونو د دغه ولایت د ګذرې ولسوالي د رباط سپچې کلي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته يې د چارو د چټکتیا او سمون په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
ورته مهال، د نوموړې پروژې د پليکوونکي شرکت مسؤلینو په ټاکلي وخت د پروژې چارو د بشپړېدو ژمنه وکړه.
