د پکتيا اوبو او انرژي رياست کې د اوبو ذخيروي بند د ډيزاين په برخه کې د وړتیا لوړونې يو ورځنى پروګرام وړاندې شو

mew-admin
Thu, Jan 29 2026 9:37 AM
1

د پکتیا د اوبو او انرژي رياست تخنيکي کارکوونکو ته د اوبو ذخيروي بند د ډیزاين پړاوونو په هکله يو ورځنى علمي او عملي پروګرام وړاندې شو.

په دغه پروګرام کې له ګډونوالو سره د بند اړتیا وړ لوړوالي ټاکلو، د بند د کاسې وړتیا، د ودانیزو توکو له مخې د بند ډول ټاکلو، د بند د ډیزاین کوډونو او د بند اړوند هایدرولیکي ودانیو په هکله بشپړ معلومات شریک شول.

دغه پروګرام د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست کارکوونکو ته د محترم انجنیر حبیب الله توتاخېل له لوري وړاندې شو.

User account menu