لغمان ولایت کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو د نصبولو په موخه ځمکه تثبیت او لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

MEW-Media
Sun, Feb 01 2026 10:34 AM
۱

د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي ریاست تخنیکي ټیم د لغمان د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل او په دغه ولایت کې د بادي برېښنا دستګاوو د نصبولو په موخه د ځمکې د تثبیت او لومړنۍ تخنیکي سروې د ترسره کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزارت او د لغمان د اوبو او انرژي ریاست ګډ تخنیکي ټیمونو د لغمان ولایت په بادپښ او قرغیو ولسواليو کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید لپاره ځمکه تثبیت او لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د اړوندو سیمو خلکو ته د برېښنا رسونې ترڅنګ، ګڼې نورې آسانتیاوې هم چمتو شي.

User account menu