د هرات ولایت په انجیل ولسوالي کې د هریرود سیند له بستر څخه د شګو رااېستلو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Sun, Feb 08 2026 9:52 AM
1

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رئيس او د نوموړو ریاستونو تخنیکي ټیمونو د هرات ولایت په انجیل ولسوالي کې د هریرود سیند له بستر څخه د شګو رااېستلو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د سیند له بستر څخه د شګو رااېستلو پر مهال د تخنیکي اصولو پر رعایتولو، د سربندونو د ساتنې او مراقبت او د سیند بستر او اوبو سرچینې ته د زیان اوښتولو پر مخنیوي باندې ټینګار وکړ.

User account menu